د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي او د بنګلهدېش سفیر د افغانستان د اوسني وضعیت، د افغانستان په اړه د ازبیکستان او بنګلهدېش د اړیکو د لرلید او د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو په تړاو خبرې کړې دي.
په ازبیکستان کې د بنګلهدېش سفیر د سولې او اوږدمهالي ثبات د ټینګښت او د افغانستان د قضیې په تړاو د سیمهییز یوموټي دریځ په رامنځته کېدو کې د ازبیکستان هڅې ستایلې دي.
په دغې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان په تړاو د دوه اړخیزو خبرو د دوام لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوې برخه کې راغلي:«په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان د اوسني وضعیت او د افغانستان په تړاو د ازبیکستان او بنګلهدېش د اړیکو د لرلید او دغهراز د دغه هېواد د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د نړۍوالې ټولنې د هڅو په تړاو خبرې وکړې. د بنګلهدېش سفیر د افغانستان په تړاو د سیمهییز یوموټي دریځ د رامنځته کېدو او په دغه هېواد کې د اوږدمهالې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ازبیکستان هڅې وستایلې.»
جمهورخبري آژانس