د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په څه باندې یو کال کې ۷۶۱ زره او ۲۰۰ افغان کډوال یوازې له پاکستانه هېواد ته راستانه شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې په یاد شمېر کې څه باندې ۳۶ زره افغان کډوال په جبري توګه له پاکستانه ایستل شوي دي.
بلخوا، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو وضعیت خراب بللی او د افغان کډوالو د جبري ایستلو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ رییس هم له پاکستان او ایرانه غوښتي وو چې، د افغان کډوالو له جبري اېستلو دې لاس واخلي.
جمهورخبري آژانس