د کندهار ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د دوو میاشتو په موده کې به د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت د کندهار ښار، پنځه زره متره مربع ویجاړ سړکونه پينه کاري او له سره ورغوي.
د مسوولینو په خبره دغه پروژه کې په ورځني ډول ۳۰ تنو ته د کار کولو زمینه هم برابره شوې ده.
د کندهار ښار اوسېدونکي او موټر چلوونکي د ټرافیکي پېښو مخنیوي کې د ویجاړو شویو سړکونو رغونه اغېزناک ګام بولي.
د کندهار ښاروالۍ د مسوولینو په خبره د سږ کال پرمختیايي پروژو پلي کېدو سره به دغه ښار لا پراخ او ټرافیکي پېښې به پکې کمې شي.
جمهورخبري آژانس