د اروزګان اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو له کمښته شکایت کوي

19 عقرب 1403 ساعت 9:09

د اروزګان خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت اندېښمن کړي دي.


د اروزګان خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکي د روغتیايي خدمتونو او مجربو ښځینه او نارینه ډاکټرانو کمښت اندېښمن کړي دي.

دوی وایي، خاص اروزګان یوه ګڼ مېشتې ولسوالۍ ده او له سرپرست حکومته غواړي چې دغې ولسوالۍ ته د پراخه روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي.

ورته مهال د اروزګان سیمه ییز مسوولین د خاص اروزګان ولسوالۍ د اوسېدونکو غوښتنو ته د رسېدنې ډاډ ورکوي.

د خاص اروزګان اوسېدونکي دغه راز وایي، له مرکزه دغې ولسوالۍ ته غځېدلی سړک چې ډېره برخه یې ویجاړه ده، د تګ راتګ پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

تر دې وړاندې مسوولینو په مرکز ترینکوټ او ځینو ولسوالیو کې په تېرو درېیو کلونو کې د ۱۶ نویو روغتیایي مرکزونو د جوړېدو خبر ورکړی و.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177413

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177413/

جمهور
  https://www.jomhornews.com