سږ کال د دایکندي د بادامو حاصلات ۱۸ سلنه ډېر شوي دي

19 عقرب 1403 ساعت 9:06

د دایکندي سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې سږکال د بادامو حاصلات څه د پاسه ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسیږي چې د تېر کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی ښیي.


د دایکندي سیمه ییز مسوولین وایي، دغه ولایت کې سږکال د بادامو حاصلات څه د پاسه ٢٤ زره مټریک ټنو ته رسیږي چې د تېر کال پرتله ۱۸ سلنې زیاتوالی ښیي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې بادام د دایکندي ولايت مهم زراعتي محصولات دي.

د شمېرو پر بنسټ، په دایکندي کې څه باندې ۷۰ سلنې کورنۍ د بڼوالۍ، په ځانګړې توګه د بادامو د ونو په کرلو سره د خپلو کورنیو ورځني لګښتونه پوره کوي.

خو کروندګر او سوداګر د بادامو د بيو ټیټوالي ته اندېښمن دي او وایي، یخه هوا او د اوبو نشتوالى هغه ننګونې دي چې، پر بڼوالۍ په ځانګړې توګه د بادامو په حاصلاتو يې منفي اغېز کړى دى.

بادام، غوزان، مڼې، انګور، زردالو او شفتالو د ډایکنډي مهم او مشهور محصولات دي.

خو بڼوال وايي، له ډایکنډي نورو ولایتونو ته د غرنیو او سختو لارو له امله نشي کولای خپل زراعتي محصولات په مناسبه بیه وپلوري.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177411

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177411/

جمهور
  https://www.jomhornews.com