اروپايي ټولنه له افغانستان سره ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته کوي

19 عقرب 1403 ساعت 9:02

د طالبانو د اقتصاد سرپرست وزیر په افغانستان کې له بېلابېلو سکټورونو سره د اروپايي ټولنې بشري او پراختیايي مرستې اغېزمنې بللې دي.


د طالبانو د اقتصاد سرپرست وزیر په افغانستان کې له بېلابېلو سکټورونو سره د اروپايي ټولنې بشري او پراختیايي مرستې اغېزمنې بللې دي.

اقتصاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست دا غوښتنه د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازې ویرونیکا باسکوویچ پوهار سره په کتنه کې کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، باسکوویچ په دې لیدنه کې په افغانستان کې د کرنې په برخه کې د بشري او پرمختیايي پروژو د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې د ۱۰۰ ميلیونو ډالرو مرستې د تخصیص ژمنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس


 


د مطلب کود: 177409

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177409/

جمهور
  https://www.jomhornews.com