د ترکیې ولسمشر د قیرغېزستان په پلازمېنه بېشکېک کې د ترک هېوادونو په ۱۱مه سرمشریزه کې د سیمې سوله او ټيکاو د افغانستان له ثبات سره تړلی بللی او له افغانستانه د خپل هېواد پر ملاتړ يې ټينګار کړی.
رجب طیب اردوغان دغه راز زیاتوي چې د ده په باور، د سرپرست حکومت له لوري د بشري حقونو پر بنسټ، پراخ چلند کولی شي افغانستان ته د نویو فرصتونو دروازې پرانیزي.
د ازبکستان ولسمشر هم په دې سرمشریزه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د منظمې ارتباطي کړنلارې جوړېدل مهمې بللي او ټینګار يې کړی، چې د افغانستان موضوع باید د ترک هېوادونو د سازمان له مهمو مسایلو وي.
شوکت میرضیایوف دغه راز له طالبانو سره په اقتصادي او بیخ بنایي برخو کې همکاري د افغانستان د شته ستونزو په حل کې مهمه بللې ده.
جمهورخبري آژانس