۰

افغانستان د ټوکر توليد له اړخه پر ځان بسيا کېدو ته نږدې شوی

جمعه ۱۸ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۰۱
کندهار کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د ټوکر د تولید یوې جوړېدونکې کارخونې مسوول وایي، افغانستان به راتلونکو کلونو کې د ټوکر توليد له اړخه پر ځان بسيا شي.
افغانستان د ټوکر توليد له اړخه پر ځان بسيا کېدو ته نږدې شوی
کندهار کې د ۵۰ میلیونه ډالرو په پانګونې د ټوکر د تولید یوې جوړېدونکې کارخونې مسوول وایي، افغانستان به راتلونکو کلونو کې د ټوکر توليد له اړخه پر ځان بسيا شي.

د سندس په نوم د نساجي يوې سهامي توليدي کارخونې ویاند رحمت رشید وایي، د دغې کارخونې کارونه ۷۵ سلنې بشپړ شوي او راتلونکي کال کې به يې توليد پيل شي.

د دغې کارخونې په فعالېدو سره به ۱۵۰۰ تنو ته کاري زمېنې هم برابرې شي.

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې مسوولين وایي، د هېواد ځان بسيایني او اقتصادي پرمختګ برخه کې دا ډول بنسټيزې پانګونې ډېرې مهمې دي.

د مسوولينو د معلوماتو پر بنسټ د سندس توليدي کارخونې د شرکتي ونډې ترڅنګ عامو هېوادوالو ته هم د کمې پانګونې زمينه برابره کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي