۰

له ایران او پاکستانه نږدې ۲۰۰ افغان کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۰
له ایران او پاکستان څخه ۱۹۷ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.
له ایران او پاکستان څخه ۱۹۷ کورنۍ بېرته هېواد ته راستنې شوې.

د طالبانو کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د تازه راستنو شویو کورنیو له ډلې څخه ۲۱ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې، ۸ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې له پاکستانه راستنې شوې او ۵۲ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې او ۱۱۶ کورنۍ د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې له ایرانه راستنې شوې دي.

دغه وزارت ویلي، چې ۳۹ کورنۍ خپلو اصلي سیمو ته لیږدول شوې او سلګونو کورنیو ته مرستې وېشل شوې دي.

بل خوا پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د روان ۲۰۲۴ کال د اکتوبر له اومې نېټې د نومبر تر پنځمې له پاکستانه ۲۶ زره او ۴۵۰ افغان کډوال ایستل شوي دي.

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي