۰

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې سېلابونو ۱۶۰زره کسان اغېزمن کړي

پنجشنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۹
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) ویلي، چې روان کال په افغانستان کې تر ۱۶۰زرو ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او زرګونه کورونه او کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړې دي.
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې سېلابونو ۱۶۰زره کسان اغېزمن کړي
د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو ایف پي ) ویلي، چې روان کال په افغانستان کې تر ۱۶۰زرو ډېر کسان د سېلابونو له امله اغېزمن شوي او زرګونه کورونه او کرنیزې ځمکې یې هم ویجاړې کړې دي.

بلخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت طالب چارواکي وايي، چې دوی له سېلاب‌ځپلو سره تر خپلې وسې مرستې کوي، خو د دغو مرستو د دوام لپاره افغانستان د کورنیو او بهرنیو مرستندویه موسسو همکارۍ ته اړتیا لري.

د هیواد په یوشمېر ولایتونو کې د سږکال سېلابونو څخه زیانمن شوي کسان بیا وايي، چې د سېلابونو منفي اغېزې يې لاهم په ولایتونو کې پاتې دي. دوی زیاتوي چې دا مهال په نیمه ویجاړو کورونو کې ژوند کوي او له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي