ندیم: فکري، مذهبي او ژبني تعصب ته په پوهنتونونو کې ځای نشته

16 عقرب 1403 ساعت 13:06

د طالبانو د ډلې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم په ننګرهار کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په پوهنتونونو کې فکري، مذهبي او ژبني تعصبات ځای نه لري.


د طالبانو د ډلې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم په ننګرهار کې یوې خبرې غونډې ته د وینا پر مهال وویل، چې په پوهنتونونو کې فکري، مذهبي او ژبني تعصبات ځای نه لري.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر کنټرول لاندې د لوړو زده کړو وزارت نن چهارشنبه (د لړم ۱۶ مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د دغه وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د ننګرهار پوهنتون په لوبغالي کې خبرې کړې دي.

نوموړي وویل، له علمي کارکوونکو څخه د اسلامي امارت لویه غوښتنه دا ده چې له خپلو مهارتونو، پوهې او وړتیاوو څخه د هېواد د پرمختګ لپاره کار واخلي او له دوی څخه بله غوښتنه نه لري.

هغه د دې په څرګندولو سره چې فکري، مذهبي او ژبني تعصبونه په پوهنتونونو کې ځای نه لري، له استادانو یې وغوښتل چې د پوهنتون د چارو د معیاري کولو، له غوره تدریسي میتودونو څخه په استفادې او د محصلینو د بشپړې روزنې لپاره کار وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177343

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177343/

جمهور
  https://www.jomhornews.com