د طالبانو د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې شپږ تنه د کوډو په تور نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا د دغو شپږ کسانو په نیولو سره د نیول شویو کودګرو شمیر په هېواد کې ۲۰۰ کسانو ته رسیږي.
د دغه وزارت ویاند سیف الاسلام خیبر زیاتوي چې په ټول هېواد کې د کوډو په تور د نیول شویو کسانو شمېر څه باندې دوه سوه کسانو ته رسېدلی او د هغوی دوسیې عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوې دي.
خیبر زیاته کړه: په تېرو درېیو کلونو کې درې سوه کسان نیول شوي دي. په تېرو درېیو میاشتو کې ۶ نور هم نیول شوي چې د هېواد په جنوب او شمال کې نیول شوي دي.
جمهورخبري آژانس