کندهار کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړېږي

16 عقرب 1403 ساعت 8:58

د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.


د کندهار ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ کې د ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د مسوولینو په خبره دا پروژه د (یو این ډي پي)موسسې په مالي ملاتړ ترسره کېږي.

د سرچینې د مالوماتو له مخې دا چکډېم به د ۷۱ مترو په اوږدوالي، ۵ مترو په سور، او ۱۵ مترو په لوړوالي سره جوړ او چارې به یې د څلورو میاشتو په مودهکې بشپړې شي.

د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې په پلې کېدو خوښي څرګنده کړې او دغه راز یې له دولت څخه په نورو ولسوالیو کې هم د ورته پروژو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177324

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177324/

جمهور
  https://www.jomhornews.com