د پاکستان د پولیسو چارواکو خبر ورکړی، چې په کراچۍ ښار کې پر یوه سوداګریز مرکز په برید کې دوه چینایان ټپیان شوي دي.
د پاکستان امنيتي او طبي چارواکي وايي، په کراچۍ ښار کې پر يوه سوداګريز مرکز له بريد وروسته دوه چينايي وګړي ټپيان شوي دي.
د رویټرز په وینا، د پاکستان د پولیسو یوه جګپوړي چارواکي فیضان علي دا خبر تایید کړی خو د جزیاتو له ورکولو یې ډډه کړې ده.
دا پیښه د یو لړ تروریستي بریدونو وروسته رامنځ ته شوې چې وروسته بیجینګ په پاکستان کې د خپلو اتباعو د خوندیتوب لپاره د امنیتي تدابیرو د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د کراچۍ ښار په جنوب کې د لیاقت ملي روغتون یوه ویاند ویلي دي چې په دغه روغتون کې د دوو چینایي اتباعو درملنه کیږي چې د یوه تن روغتیايي حالت نازک دی. تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
جمهورخبري آژانس