۰

د جاغوري خلکو له طالبانو د جوماتونو د رسمي کېدو غوښتنه وکړه

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۰۲
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر قومي فعالانو د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او د دوی د جوماتونو د رسمي کېدو غوښتنه یې وکړه.
د جاغوري خلکو له طالبانو  د جوماتونو د رسمي کېدو غوښتنه وکړه
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ یو شمېر قومي فعالانو د طالبانو له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره وکتل او د دوی د جوماتونو د رسمي کېدو غوښتنه یې وکړه.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې د طالبانو تر ولکې لاندې ارګ د لړم ۱۵مه ویلي، د دغې ډلې د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر مشرانو سره کتلي دي.

د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ قومي مخور. دغو مشرانو او قومي مخورو په هېواد کې بشپړ امنيت او حاکم نظام د جهاد نتيجه وبلله او ويې ويل چې د امنيت په برابرولو سره د خلکو ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.

دوی له طالبانو سره پر همکارۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د غزني په ځانګړي ډول د جاغوري ولسوالۍ ولسونه له سیمه ییز حکومت سره په اړیکه کې دي او همکاري ورسره کوي او د ګڼو ښوونځیو ترڅنګ یې دیني مدرسو ته هم د لا ښه فعالیت زمینه برابره کړې ده.

په دې ولسوالۍ کې دی دوی د خپلو وړاندیزونو د شریکولو پر مهال وویل، چې د جاغوري یو شمېر جوماتونه دې رسمي شي او د حج او اوقافو وزارت دې ورته اسانتیاوې برابرې کړي.

مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د خلکو د خدمت په موخه په سیمه ییزو ادارو کې وړ کسان په دندو ګمارلي دي.

نوموړي زياته کړه چې د خپلوانو او هېوادوالو وړانديزونه د اصولو په رڼا کې په پام کې نيول کېږي او د امکاناتو له مخې د خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅې کېږي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي