۰

ندیم: د لوړو زده کړو معیاري کولو لپاره هڅې کوو

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۵:۳۴
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سید جمال الدین افغان پوهنتون لپاره څو مهمې پروژې منظورې کړې.
ندیم: د لوړو زده کړو معیاري کولو لپاره هڅې کوو
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم کونړ ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سید جمال الدین افغان پوهنتون لپاره څو مهمې پروژې منظورې کړې.

ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي نوموړي همدارنګه د سیدجمال الدین افغان پوهنتون د علمي شورا له غړو، استادانو او محصلینو سره په جلا جلا ناستو کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه هم واورېدل.

هغه په یادو ناستو کې ويلي چې لوړو زده کړو وزارت به د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او معیاري کولو په برخه کې هغه څه، چې په توان کې لري ونه سپموي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د یاد تحصیلي بنسټ له استادانو غوښتي، چې د محصلینو فکري او عقیدوي روزنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د خپلو بچیانو په شان یې په روزنه کې هڅې وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د دغه سفر په ترڅ کې د یاد پوهنتون لپاره د فلزي کټارې په واسطه د لیلیې د احاطې، محصلینو لپاره د څښاک اوبو د ذخیرې، شرعیاتو پوهنځي لپاره د ځای مشخص کول او یو شمېر نورې مهمې پروژې هم منظورې کړې.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي