د طالبانو عامې روغتیا وزارت د تېر زیږدیز کال پرتله د شري ناروغۍ، د مثبتو پېښو له زیاتوالي خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل ویلي چې، په روان زیږدیز کال کې د شري د ۱۰ زره شکمنو پېښو له منځه نږدې ۶ زره یې مثبتې وې او دا شمېر د تېر کال پرتله زیاتوالی ښيي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې، د عامې روغتیا وزارت، له دغې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره د کمپاینونو د پیلولو خبره کوي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند په دې هکله وویل:«د مثبتو پېښو ګراف هم پوره شوی چې، سږکال له موږ سره مثبت تایید شوي پېښې نږدې ۶ زره دي. په نږدې میاشتو کې موږ پلان لرو چې، د شري د واکسین ملي کمپاین تطبیق کړو. د دې په واسطه به موږ وکولای شو چې، په افغانستان کې د شري زیاتېدونکو پېښو مخنیوی وکړو.»
د اندراګاندي روغتون ډاکتران د تېر کال پرتله د دې ناروغۍ د زیاتېدو پخلی کوي؛ خو زیاتوي چې، په تېرو دوو میاشتو کې دا ناروغي لومړیو میاشتو ته په کتو د ناروغۍ کچه کمه شوې ده.
جمهورخبري آژانس