پوهنې وزارت: زموږ تمرکز د مدرسو د ښوونکو پر ظرفیت لوړونې دی

15 عقرب 1403 ساعت 5:26

د طالبانو پوهنې وزارت وایي، د دیني مدرسو د ښوونکو د وړتیاو لوړول د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی.


د طالبانو پوهنې وزارت وایي، د دیني مدرسو د ښوونکو د وړتیاو لوړول د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې دی.

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو مرستیال په دې سیمینار کې وايي، دوی د مدرسینو د ظرفیت لوړولو لپاره ډېر پلانونه لري او دا موضوع د پوهنې وزارت په لومړیتوب کې ده.

کرامت الله اخندزاده له مدرسینو غواړي، چې په مدرسو کې د زده کړو کیفیت ته جدي پام وکړي.

ښاغلی کرامت زیاتوي: « موږ نن سبا په افغانستان کې زرګونه مدرسې لرو. زرګونه مدرسې تشکیل، ایجاد، تثبیت شوې دي، د هغوی لپاره مدرسین انتخاب شوي، استادان استخدام شوي دي، نو ددې لپاره چې هلته ښه تدریس شوی وي، کیفیت یې لوړ وي باید مدرسین هم باکیفیته وي.»

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177299

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177299/

جمهور
  https://www.jomhornews.com