۰

فطرت: د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ موضوع ده

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۵:۲۴
افغان طالبانو په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان د استازي د مرستیال هغه څرګندونې چې، ګواکې په افغانستان کې، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پټن‌ځایونه شتون لري، رد کړې دي.
فطرت: د پاکستاني طالبانو تحریک د پاکستان کورنۍ موضوع ده
افغان طالبانو په ملګرو ملتونو سازمان کې د پاکستان د استازي د مرستیال هغه څرګندونې چې، ګواکې په افغانستان کې، د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) پټن‌ځایونه شتون لري، رد کړې دي.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت یوځل بیا ټینګار کوي، هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي؛ خو په پاکستان کې د امنیت ټينګښت د پاکستان کورنۍ مسئله ګڼي.

 فطرت زیاتوي:«د افغانستان اسلامي امارت چا ته اجازه نه‌ورکوي چې، د افغانستان خاوره د نورو پر خلاف وکاروي، ټي‌ټي‌پي د پاکستان کورنۍ موضوع‌ده او پاکستان ته په کار ده چې، خپله داخلي موضوع د کور دننه حل کړي.»

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو د پاکستان د استازي مرستیال د امریکا د جګړې مطالعاتو په کالج کې په خپلو خبرو کې ادعا کړې چې، پاکستاني طالبان په افغانستان کې پټن‌ځایونه لري او د دغه هېواد [افغانستان] خاوره د پاکستان پر وړاندې کاروي.

په ملګرو ملتونو د پاکستان د استازي مرستیال عثمان جادون ویليو افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز د بدلېدو په حال کې دی او پاکستاني طالبانو په دوامداره توګه د افغانستان خاوره د پاکستان د په نښه کولو په موخه کارولې ده.

جمهورخبري آزانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي