۰

حقاني: د ژمي له راتګ مخکې به زر بې‌ځایه شوې کورنۍ ولېږدول شي

سی شنبه ۱۵ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۵:۲۰
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې چې، زر بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي له راسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.
حقاني: د ژمي له راتګ مخکې به زر بې‌ځایه شوې کورنۍ ولېږدول شي
د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي ټاکل شوې چې، زر بې‌ځایه شوې کورنۍ د ژمي له راسېدو مخکې خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي، دغه وزارت هوډ لري چې، ۵ زره بې‌ځایه شوې کورنۍ خپلو ولایتونو ته ولېږدوي چې، زر کورنۍ به له ژمې مخکې او څلور زره نورې به له ژمي وروسته خپلو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د هغه په ​​وينا، د تېر کال په لړ کې تر ٦٥زرو ډېرې کورنۍ خپلو ولايتونو ته لېږدول شوې دي.

عبدالمطلب حقاني ویلي«دا اوس چې، کوم لېږدول کېږي، ډېری هغه خلک دي چې، په خپلو سیمو کې دوی کورونه لري؛ خو د تېرو جګړو او ناامنیو له کبله دوی بې‌ځایه شوي وو او په کابل کې پراته وو. نو اوس د ۵ زره کورنیو لپاره پلان نیول شوی او په راتلونکو څو ورځو کې به د زرو کورنیو لېږد پیل شي چې، ډېری یې شمالي ولایتونو ته ځي.»

جمهورخبري آژانس

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي