په داسې حال کې چې، د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ترسراوي ته یوه ورځ پاتې ده، طالبانو ویلي، هر څوک چې، د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شي، باید د افغانستان پر وړاندې ریښتینی او واقعبینانه سیاست خپل کړي.
طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت «د افغانستان اسلامي امارت د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي. زموږ لپاره مهمه دا ده چې، څوک د چارې واګي په لاس کې اخلي، هغه د افغانستان په تړاو واقعبینانه سیاست اختیار کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې، ډونلډ ټرمپ او کاملا هرېس چې، د امریکا د سږنیو ولسمشریزو ټاکنو دوه مهم نوماندان دي، په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کې په وار وار له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د دوحې د هوکړهلیک په څېر مسایل مطرح کړي دي.
جمهورخبري آژانس