د طالبانو ادعا: د هېواد روغتیايي سیسټم تر ډېره پر ځان بسیا شوی

15 عقرب 1403 ساعت 5:11

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل وايي، روغتیايي سیسټم تر ډېره پر ځان بسیا شوی دی.


د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخیل وايي، روغتیايي سیسټم تر ډېره پر ځان بسیا شوی دی.

امرخیل وايي، ډېری خدمتونه د کورنۍ بودجې پر مټ ترسره کیږي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دغه څرګندونې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا د راپور په غبرګون کې کړې دي.

اوچا په تېرو درېیو کلونو د بشرپالو مرستو اړوند راپور خپور کړی دی.

راپور کې راغلي وو چې وچکالي، د اقلیم بدلون، د بانکوالۍ ګډوډ سیسټم او نورو اقتصادي ستونزې د دې لامل شوي چې روغتیايي سیسټم هم له سقوط سره مخ شي.

په دغه راپور کې د ښځو حقونو پر مراعتولو هم ټينګار شوی دی.

جمهورخبري آژانس

 


 


د مطلب کود: 177294

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177294/

جمهور
  https://www.jomhornews.com