پوهنې وزارت وايي، چې د جوزجان په شاوخوا لسو ولسوالیو کې د ۱۹ بابه ښوونځیو بیارغونې چارې پیل شوې، چې لګښتونه یې د وزارت له بودجې ورکول کېږي.
سرچینه زیاتوي، د یادو ښوونځیو په بیارغونه څه د پاسه ۸ میلیونه افغانۍ لګښت راځي. خبر پاڼه د مسوولینو له قوله زیاتوي، ښوونیزې اسانتیاوې د تدریسي پروسې په کیفیت کې خورا مهمې دي او دې موخې ته د رسېدو لپاره پوهنې وزارت خپلو هڅو ته دوام ورکړی دی.
جمهورخبري آژانس