د مالدیپ حکومت په اسلام اباد کې خپل جګپوړی دیپلومات له هغه هېواده غوښتی چې له طالب دیپلومات سره درې ورځې مخکې د «غیرمجاز» ملاقات له امله شوې وه.
په اسلام اباد کې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت درې ورځې مخکې اعلان وکړ چې د دغه سفارت د مشر سردار احمد شکېب په مشرۍ په اسلام اباد کې د مالدیپ له لوی کمېشنر محمد طهٰه سره وکتل.
د مالدیپ د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د طالبانو د ادارې له دیپلومات سره په اسلام اباد کې د دې هېواد د عالي کمیشنر محمد طهٰه کتنه د بهرنیو چارو د وزارت په اجازې نه ده شوې.
وزارت په یوه بیان کې ویلي: "وروسته د مالدیپ حکومت لخوا مناسب اقدام شوی دی." په همدې حال کې رسمي سرچینو ای اېف پي ته ویلي، چې مالدیف په اسلام اباد کې خپل جګپوړی دیپلومات د دې سفر له امله دغه هېواد ته احضار کړی دی.
همدارنګه په پاکستان کې د مالدیپ د سفارت له وېبپاڼې څخه د محمد طحې نوم لرې شوی دی.
په اسلام اباد کې د طالبانو د ډلې تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت په یوه بیان کې ویلي چې د مالدیپ ډیپلوماټ په دې غونډه کې "له افغانستان سره قوي او نږدې اړیکې غواړي".
جمهورخبري آژانس