چین او طالبانو د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي

14 عقرب 1403 ساعت 19:18

په کابل کې د چین سفیر جاوې شینګ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د چین د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.


په کابل کې د چین سفیر جاوې شینګ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د چین د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د چین سفیر د دوشنبې په ورځ (د لړم۱۴ مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره یې له دغې ډلې سره د چین د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

جاوېد شینګ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسی مرستیال سره د خپلې کتنې په اړه نور جزئیات نه دی ورکړی.

د یادولو وړ ده چې د چین ولسي جمهوریت یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر بیا نیولو وروسته یې له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو هڅه وکړه.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177289

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177289/

جمهور
  https://www.jomhornews.com