په کابل کې د چین سفیر جاوې شینګ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره وکتل او له دغې ډلې سره یې د چین د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د چین سفیر د دوشنبې په ورځ (د لړم۱۴ مه) په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره یې له دغې ډلې سره د چین د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.
جاوېد شینګ د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت له سیاسی مرستیال سره د خپلې کتنې په اړه نور جزئیات نه دی ورکړی.
د یادولو وړ ده چې د چین ولسي جمهوریت یو له هغو څو هیوادونو څخه دی چې د طالبانو له خوا د افغانستان د واک تر بیا نیولو وروسته یې له طالبانو سره د اړیکو ټینګولو هڅه وکړه.
جمهورخبري آژانس