اردوغان: په غزه کې د پېړۍ تر ټولو وحشیانه نسل وژنه روانه ده

14 عقرب 1403 ساعت 19:15

اردوغان وویل: "د پیړۍ ترټولو وحشیانه نسل وژنې په غزه کې ترسره شوې او دوام لري."


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د التفی کردار په نړیوال نندارتون کې د کامیک د څلویښتمې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل: صهیونیسټ رژیم او ملاتړې یې له دیارلس(۱۳) میاشتو راهسې ظلمونه او نسل کشی کوي خو زمونږ فلسطینی وروڼه ماته ونه منله.

اردوغان زیاته کړه: په غزې او لبنان باندې د صهیونیسټانو د تیریو لپاره یو غوره ځواب د نورو هیوادونو لپاره د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه او د فلسطین او لبنان د خلکو په حقه مبارزه کې ملاتړ کول دي.

د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ: موږ باید د سایبري بریدونو او د معلوماتو د سرغړونو په اړه د پوهې او مهارتونو د زیاتوالي په برخه کې تر بل هر وخت زیات محتاط واوسو.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177288

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177288/

جمهور
  https://www.jomhornews.com