د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د التفی کردار په نړیوال نندارتون کې د کامیک د څلویښتمې غونډې په پرانیستونکې وینا کې وویل: صهیونیسټ رژیم او ملاتړې یې له دیارلس(۱۳) میاشتو راهسې ظلمونه او نسل کشی کوي خو زمونږ فلسطینی وروڼه ماته ونه منله.
اردوغان زیاته کړه: په غزې او لبنان باندې د صهیونیسټانو د تیریو لپاره یو غوره ځواب د نورو هیوادونو لپاره د فلسطین دولت په رسمیت پیژندنه او د فلسطین او لبنان د خلکو په حقه مبارزه کې ملاتړ کول دي.
د ترکیې ولسمشر ټینګار وکړ: موږ باید د سایبري بریدونو او د معلوماتو د سرغړونو په اړه د پوهې او مهارتونو د زیاتوالي په برخه کې تر بل هر وخت زیات محتاط واوسو.
جمهورخبري آژانس