طالبانو په هرات کې دوه شیعه عالمان ونیول

14 عقرب 1403 ساعت 16:54

له هرات څخه ځايي سرچينې وايي: دوه ورځې وړاندې طالبانو د سيد الشهداء جومات ملا امام شيخ محرم اعظمي او د هرات د شيعه علماوو د شورا رئيس حجت الاسلام محمد اکبري نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.


له هرات څخه ځايي سرچينې وايي: دوه ورځې وړاندې طالبانو د سيد الشهداء جومات ملا امام شيخ محرم اعظمي او د هرات د شيعه علماوو د شورا رئيس حجت الاسلام محمد اکبري نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.

د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، له دغې پېښې دوه ورځې وروسته هم د هرات ولايت عالمان د دغو دوو عالمانو د برخليک په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي.

د هرات د علماوو يوې سرچينې جمهور خبري اژانس ته وويل: ښاغلي عظيمي له طالبانو سره نسبتاً ښې اړيکې درلودې، خو دا څرګنده نه ده چې څه لامل يې طالبان پر خپلو پلويانو هم رحم نه کوي.

په هرات کې د طالبانو والي مولوي اسلامجر او همدارنګه د طالبانو ځينې عناصر له شيعه ګانو سره ښې اړيکې نه لري او د طالبانو استازو په اسلام قلعه کې شیعه ګان ديني کتابونه څو ځله راټول او له منځه وړي دي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177284

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177284/

جمهور
  https://www.jomhornews.com