له هرات څخه ځايي سرچينې وايي: دوه ورځې وړاندې طالبانو د سيد الشهداء جومات ملا امام شيخ محرم اعظمي او د هرات د شيعه علماوو د شورا رئيس حجت الاسلام محمد اکبري نيولي او نامعلوم ځاى ته يې لېږدولي دي.
د دغو سرچينو د معلوماتو له مخې، له دغې پېښې دوه ورځې وروسته هم د هرات ولايت عالمان د دغو دوو عالمانو د برخليک په اړه د معلوماتو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي.
د هرات د علماوو يوې سرچينې جمهور خبري اژانس ته وويل: ښاغلي عظيمي له طالبانو سره نسبتاً ښې اړيکې درلودې، خو دا څرګنده نه ده چې څه لامل يې طالبان پر خپلو پلويانو هم رحم نه کوي.
په هرات کې د طالبانو والي مولوي اسلامجر او همدارنګه د طالبانو ځينې عناصر له شيعه ګانو سره ښې اړيکې نه لري او د طالبانو استازو په اسلام قلعه کې شیعه ګان ديني کتابونه څو ځله راټول او له منځه وړي دي.
جمهورخبري آژانس