د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یا یونیسف وايي، د روان ۲۰۲۴ کال د سپټمبر په میاشت کې یې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې روغتیايي کلینیکونو ته د ملاتړ د برابرولو له لارې ۶.۱ میلیونه افغانانو ته روغتیايي خدمتونو ته د لاس رسي امکانات برابر کړي دي.
یونیسف په یوه راپور کې ویلي چې دغې ادارې د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د دوه زره او ۴۰۰ روغتیايي کلینیکونو څخه د ملاتړ له لارې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي دي.
همداشان د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې ویلي چې د سپټمبر په میاشت کې یې د ۶۶۳ معلولو ماشومانو په ګډون ۴۴۲ زره او ۲۵ ماشومانو اود هغوی پالوونکو ته چې نیمايي یې ښځې او نجونې وې د لاس رسي مخنیوي، خطر کمولو او د ماشومانو د غبرګون د ساتنې خدمتونه چمتو کړي دي.
یونیسف ویلي چې په لسو ولایتونو کې یې په ۵۰ ښوونځیو کې ۳۵ زره او ۶۷۵ زده کوونکو ته چې ۱۶ زره او ۷۳۷ یې نجونې وې د څښلو پاکې اوبه هم برابرې کړي دي.
جمهورخبري آژانس