د دایکندي د اطلاعاتو او فرهنګ رییس سید مصطفی صالح وایي، دغه ولایت کې زر تنو ته د وړیا زده کړو زمینې برابرې شوې دي.
د هغه په خبره، په وروستي یوه کال کې دغو زده کوونکو د انګلیسي او کمپیوټر په برخو کې زده کړې کړې دي.
ځینې دغه زده کوونکي وايي، له مسوولینو غواړي چې د دغه راز پروګرامونو جوړولو ته دوام ورکړي.
د دایکندي په مرکز او ولسوالیو کې زده کوونکي د بې وزلۍ او د دغه ولایت ډېری برخو غرنیز والي له امله په ښوونیزو مرکزونو کې زده کړې نشې کولای.
جمهورخبري آژانس