۰

ننګرهار کې سږ کال د ګنيو حاصلات څه باندې ۸۲ زره ټنو ته رسېږي

دوشنبه ۱۴ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۵:۲۷
د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې په ۱۹۲۱هکټاره ځمکه د ګنیو کر کیله شوې، چې د اټکل له مخې به ۸۲ زره او ۵۰۰ ټنه حاصل ورکړي.
ننګرهار کې سږ کال د ګنيو حاصلات څه باندې ۸۲ زره ټنو ته رسېږي
د ننګرهار ولایتي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په شپږو ولسوالیو کې په ۱۹۲۱هکټاره ځمکه د ګنیو کر کیله شوې، چې د اټکل له مخې به ۸۲ زره او ۵۰۰ ټنه حاصل ورکړي.

د ننګرهار د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسولین وايي، سږکال به په یاد ولایت کې د ګوړې تولید ۳۹۰۰ ټنه وي چې د تېرو کلونو په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د يادونې ده، چې له کلونو راهیسې د ننګرهار د بهسودو، غني خېلو، بټي کوټ، کامې، لالپورې، ګوشتې او کوز کونړ ولسواليو تر څنګ د لغمان په مهترلام او قرغيو ولسواليو کې هم په پراخه کچه ګني کرل کېږي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي