د سرچينې په وينا، د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د تېر حکومت پوليسو ته د دوو مياشتو معاش ورکوي او دغه وزارت په ولايتونو کې خپلو امنيه قوماندانانو ته لارښوونه کړې، چې د جمهوري رياست د دورې له پوليسو سره دې د اسنادو او جدول د پوره کولو غوښتنه وکړي.
د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي جمهور خبري اژانس ته ویلي: «دا امکان نه لري چې د جواد د پخواني حکومت کوم کارکوونکی دې د طالبانو تر واک لاندې ادارو ته د پیسو د ترلاسه کولو په خاطر مخه کړي.
د پوليسو يو بل پخواني افسر جمهور خبري آژانس ته و ویل: امکان لري چې دغه جال د طالبانو له خوا په هېواد کې د تېر حکومت د کارکوونکو د پېژندلو او حاضرولو لپاره جوړ شوى وي.
پوهان د طالبانو د دې کړنې په اړه دوه تحلیلونه لري. لومړی دا چې د طالبانو دا کړنه د تېر حکومت د پوځي کارکوونکو د پېژندلو لپاره وي، ځکه په دې وروستیو کې د طالبانو پر ځواکونو بریدونه ډېر شوي او طالبان د تېر حکومت کارکوونکي په کې ښکېل ګڼي. دویم احتمال دا دی چې د حقاني شبکه غواړي په دې کار سره دا ثابته کړي چې حقاني د افغانستان په اړه ښکاره نظر لري او حتی خپل دښمن هم مني.
د کارپوهانو په اند د هبت الله اخندزاده له خوا پر رسنيو او د نجونو پر زده کړو د بنديزونو د سختولو له امله حقاني ډله د هغه د امر خلاف عمل کوي او امريکايان هم هڅه کوي چې سراج الدين حقاني سپين وغوړوي او احتمال شته چې دا يوه استخباراتي لوبه وي.
د سراج الدین حقاني په سپینولو او د هبت الله د خطاب په تورولو سره طالبان او د امریکا استخباراتي ادارې دې نتیجې ته رسیدلي دي چې طالب جنګیالي نور د نوم او نه شتون مشر نه مني.
جمهورخبري آژانس