د طالبانو د څو بنسټونو یو پلاوی ازبکستان ته تللی

13 عقرب 1403 ساعت 14:13

طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د څو وزارتونو یو پلاوی د هوا پېژندنې په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی.


طالبانو اعلان کړی چې د دې ډلې تر کنټرول لاندې د څو وزارتونو یو پلاوی د هوا پېژندنې په غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه هېواد د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، نن (د لړم ۱۳) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه وزارت یو پلاوی د هوا پېژندنې په ناسته کې د ګډون په موخه ازبکستان ته تللی دی.

طالبانو ویلي، چې د دغه پلاوي په ترکیب کې د بهرنیو چارو، انرژۍ او اوبو، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارتونو او همدارنګه له طبیعي پېښو سره د مبارزې په برخه کې د حکومت استازي هم شامل دي.

طالبان به له ازبکستاني چارواکو سره د هوا پېژندنې د وسایلو، د هوا پېژندنې موډلونو، د هوا پېژندنې سپوږمکۍ ته د لاسرسي او د طبیعي پېښو د خطرونو د کمولو په برخو کې د همکارۍ په اړه خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس


د مطلب کود: 177239

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177239/

جمهور
  https://www.jomhornews.com