طالبانو د هرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې د ښکار په جرم د شپږو تنو د نيولو خبر ورکړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وسله والو طالبانو د ۲۰۷ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر اعلان کړی، چې شپږ تنه یې د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د ښکار په جرم د اوومې لوا د لسمې فرقې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د ۲۰۷ الفارق قول اردو سرحدي لوا. د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دا دويم ځل دى چې د دغه قول اردو د لسم سرحدي کنډک منسوبين د ممنوعه حيواناتو او مرغانو د ښکار په تور نيولي دي.
جمهورخبري آژانس