د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د یوې اداري ودانۍ په ګډون د ۱۹ بېلابېلو ودانیو د بیارغونې چارې پیل شوې.
د دغه ولایت د پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب ویلي، اد تعلیمي بنسټونه، چې په مرکز او ولسوالیو کې دي د پوهنې وزارت په مالي ملاتړ د شاوخوا نهه میلیون افغانیو په لګښت بیا رغول کېږي، چې کارونه به یې د راتلونکو درېیو میاشتو په موده کې بشپړ شي.
عرب وايي، د دغو تعلیمي بنسټونو په بیارغونې سره به شاوخوا ۹ زره زده کوونکو ته لازم ښوونیز چاپېریال برابر شي.
جمهورخبري آژانس