د کانونو وزارت پلاوي د کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس کې ګډون کړی

13 عقرب 1403 ساعت 8:38

د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت يوه پلاوي په چين کې د ( کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس) کې ګډون کړی دی.


د طالبانو کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت يوه پلاوي په چين کې د ( کاني همکاريو د پياوړتيا کنفرانس) کې ګډون کړی دی.

د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې په دغه کنفرانس کې چينايي پانګوالو د افغانستان د سرو زرو، مسو، تېلو، ګازو، لیتيم، سرب او جستو په کانونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو ویلي، چې په دې کنفرانس کې د دوی د ګډون موخه په افغانستان کې د يوه مجهز لابراتوار جوړول، د کانونو او پټروليم وزارت د تخنيکي او مسلکي کارکوونکو د ظرفيت لوړول او د پانګوالو جلبول دي.

جمهورخبري آژانس

 


د مطلب کود: 177216

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177216/

جمهور
  https://www.jomhornews.com