کابل کې د سترګو څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه شوې

13 عقرب 1403 ساعت 8:35

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې د ځینو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته یې کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.


د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو ویلي، چې د ځینو مرستندویه بنسټونو په مالي مرسته یې کابل کې د یوې اوونۍ پرمهال د سترګو د څه باندې اته زره ناروغانو وړیا درملنه کړې ده.

د مسوولینو په خبره په یادو ناروغانو کې د ۸۰۰ هغو یې جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي. یوشمېر هغو ناروغانو چې د سترګو عملیات یې کړي ویلي، چې له عملیاتو وروسته یې، د سترګو لید بېرته ترلاسه کړی دی.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو د دغو ناروغانو د درملنې د بهیر په پای کې دغه راز له مرستندویه بنسټونو غوښتي چې په کابل کې د سترګو د ناروغیو د درملنې لپاره یو معیاري روغتون جوړ کړي.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177214

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177214/

جمهور
  https://www.jomhornews.com