۰

پکتیا کې ۶ ښوونځیو ته د احاطې دیوالونه جوړ شوي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۳۳
د پکتيا ولایت د پوهنې رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو کې ۶ ښوونځيو ته د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو سېسټمونه او احاطوي ديوالونه جوړ شوي دي.
پکتیا کې ۶ ښوونځیو ته د احاطې دیوالونه جوړ شوي
د پکتيا ولایت د پوهنې رياست مسوولینو خبر ورکړی، چې په مرکز ګردېز او درېوو ولسواليو کې ۶ ښوونځيو ته د ۳۱ نيم ميليونه افغانيو په لګښت د پاکو اوبو سېسټمونه او احاطوي ديوالونه جوړ شوي دي.

د یاد ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو د مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د يادو پروژو د ګټې‌اخيستنې مراسمو کې ویلي، چې درېوو ښوونځيو ته په زرمت، دوو ته په څمکنيو ولسوالي او يوه ښوونځي ته په مرکز ګردېز اړوند ميهلن سيمه کې د احاطې ديوالونه، پاکو اوبو سېسټم او معياري تشنابونه جوړ شوي دي.

د پکتيا پوهنې رياست مسوولینو ژمنه کړې، چې په ښوونځيو کې د استادانو او درسي کتابونو کمښت ستونزه به هم ډېره ژر حل کړي.

جمهورخبري آژانس
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي