د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې، پاکستان د افغانستان پر ټرانزیټي توکو دوه سلنه مالیه وضع کړې ده.
د دغې خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي ویلي چې، د پاکستان له لوري د محدودیتونو له امله، له کراچۍ بندره افغانستان ته ټرانزیټ نږدې ۷۵ سلنه کم شوی دی.
افغانستان د کراچۍ بندر له لارې، له چین، جاپان، اندونیزیا، مالیزیا او نورو هېوادونو سره سوداګري کوي. ځینې سوداګر د پاکستان له لوري د ټرانزیتي توکو پر وړاندې د تعرفې لګول د نړۍوالو سوداګریزو نورمونو خلاف ګڼي او له طالبانو غواړي چې، دا ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
تېر کال هم پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغانستان د ټرانزیټي توکو له څلورو زرو ډېر کانټینرونه درولي وو چې، له امله یې افغان سوداګرو ته په مېلیونونه ډالر زیان اوښتی و.
جمهورخبري آژانس