د پروان ولایت په سرخپارسا، سیاګرد، شیخعلي ولسوالیو او د دې ولایت په نورو اړوندو سیمو کې د کډوالۍ نړیوال سازمان IOM په همکارۍ د ۱۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانیو په ارزښت د استنادي دیوال، سربند او پلچک جوړولو د شپږو پروژو کار پيل شو.
د پروان ولایت له پېښو سره د مبارزې رییس ویلي؛ دغه پروژې له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان ترمنځ د لاسلیک شوي هوکړه لیک له مخې او د یاد ریاست تر څارنې لاندې جوړیږي، چې کیفیت ته به یې جدي پاملرنه وشي.
نوموړي زیاته کړې؛ د دې ډول پروژو په پلي کولو سره به د سېلابونو له امله د ځاني او مالي زیانونو کچه کمه شي.
همداراز یې له موسسو غوښتي، چې په وقایوي پروژو کې همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس