کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له طالبانو غواړي چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي.
د کونړ کې سېلابځپلي له طالبانو د مرستې غوښتنه کوي
13 عقرب 1403 ساعت 8:26
کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له طالبانو غواړي چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي.
کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له طالبانو غواړي چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي.
دوی وايي، که څه هم په لومړیو ورځو کې ورسره مرستې شوي؛ خو په خبره یې، د سرپناه نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د لمټک سیمې اوسېدونکي وايي، چې د سېلابونو له امله درانه مالي زیانونه ور اوښتي او دا مهال د سرپناه نشتوالي له امله د هغه کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ ده.
د دغو سېلاب ځپلو په خبره، وروستیو سېلابونه د کورونو ویجاړولو سربېره پر سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ فصلونه هم لمنځه وړي دي.
خو سیمهییز مسوولین وايي، د وروستیو سېلاب ځپلو سروې یې بشپړه کړې او هڅه کوي چې د طالبانو او مرستندویه بنسټونو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.
جمهورخبري آژانس
د مطلب کود: 177208
دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177208/