۰

د کونړ کې سېلاب‌ځپلي له طالبانو د مرستې غوښتنه کوي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۲۶
کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له طالبانو غواړي چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي.
د کونړ کې سېلاب‌ځپلي له طالبانو د مرستې غوښتنه کوي
کونړ کې د تېرې میاشتې سېلاب ځپلي له طالبانو غواړي چې ویجاړ شوي کورونه یې ورغوي.

دوی وايي، که څه هم په لومړیو ورځو کې ورسره مرستې شوي؛ خو په خبره یې، د سرپناه نشتوالي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د کونړ د نرنګ ولسوالۍ د لمټک سیمې اوسېدونکي وايي، چې د سېلابونو له امله درانه مالي زیانونه ور اوښتي او دا مهال د سرپناه نشتوالي له امله د هغه کورنۍ له سختو ننګونو سره مخ ده.

د دغو سېلاب ځپلو په خبره، وروستیو سېلابونه د کورونو ویجاړولو سربېره پر سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ولاړ فصلونه هم لمنځه وړي دي.

خو سیمه‌ییز مسوولین وايي، د وروستیو سېلاب ځپلو سروې یې بشپړه کړې او هڅه کوي چې د طالبانو او مرستندویه بنسټونو پرمټ یې ستونزو ته رسېدنه وکړي.

جمهورخبري آژانس


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي