۰

طالبان د بامیانو د شنو او تاریخي سیمو ساتنې ته پام نه کوي

یکشنبه ۱۳ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۹
د طالبانو د نه پاملرنې له امله؛ د بامیانو شنې او تاریخي سیمې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي.
طالبان د بامیانو د شنو او تاریخي سیمو ساتنې ته پام نه کوي
د طالبانو د نه پاملرنې له امله؛ د بامیانو شنې او تاریخي سیمې د ویجاړیدو له ګواښ سره مخ دي.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې؛ د طالبانو د ډلې له بریالیتوب وروسته د بامیان په تاریخي او شنو سیمو کې د ودانولو چارې لوړې کچې ته رسیدلي دي.

ویل کېږي، چې په شنو او تاریخي سیمو کې یې د جوړېدو چارې پیل کړي ډېری یې د دې ډلې دولتي کارکوونکي دي.

د باميانو ولايت يوه مدني فعال  جمهور خبري آژانس ته و ویل، د جمهوري رياست پر مهال په قلعه غازي، داودي او ميلان سيمو کې هر ډول ساختماني چارې منع شوې وې. خو اوس د دې ډلې اکثرو دولتي کارکوونکو په دغو سیمو کې د کورونو په جوړولو کار پیل کړی دی.

د دغه مدني فعال په وينا، په باميانو کې د طالبانو اړوند کسان د دې ډلې لوړپوړو چارواکو ته پلمه کوي، چې د باميانو فرهنګي ماسټر پلان د جمهوري رياست پر مهال د سيمه ييزو زورواکانو د قومي او مذهبي تمايلاتو پر بنسټ جوړ شوى و، څو د هېواد د ساتنې په موخه د باميان ولايت فرهنګي پلان جوړ کړي.

د بامیان د خلکو یوه برخه محرومه ده. خو د بامیانو فرهنګي ماسټر پلان د فلورېنس په نوم د یوه اروپايي پوهنتون له خوا چې د فرهنګي میراثونو په څانګه کې کار کوي، چمتو شوی او د جمهوریت پر مهال سیمه ییزو چارواکو په کې هېڅ رول نه درلود. د باميانو يو بل اوسېدونکي هم دغه حالت د اندېښنې وړ وباله او ويې ويل: په باميانو کې شنې ساحې هم په چټکۍ سره له منځه ځي او سيمه ييز چارواکي ورته ډېره پاملرنه نه کوي.

د بامیانو دغه اوسیدونکي د شنو ځایونو په ورانولو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه: د دغه کلي خلک تقریباً د طالبانو د حکومت کارکونکي دي او له خپل واک څخه په استفادې د شنو ځایونو په جوړولو بوخت دي.

د بامیانو ښاریان طالبان په شنو او تاریخي سیمو کې په نه پاملرنې تورنوي وايي: د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د بامیانو په شنې او تاریخي سیمو کې د تېلو ډېر ټانکونه جوړ شول او د دې ترڅنګ یې ګڼ شمېر د بامیانو تاریخي سیمې د دغې ډلې د چارواکو له خوا په غیر قانوني توګه کیندل شوې دي.

جمهور خبري آژانس 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي