۰

طالبان:دا منو چې موږ په افغانستان کې د بې وزلۍ او بېکارۍ لامل شوي یو

شنبی ۱۲ عقرب ۱۴۰۳ ساعت ۱۶:۴۶
د طالبانو د ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال مولوي محمد زاهد؛ اعتراف کوي چې دغه ډله په افغانستان کې د بیکارۍ سبب شوې ده.
طالبان:دا منو چې موږ په افغانستان کې د بې وزلۍ او بېکارۍ لامل شوي یو
د طالبانو د ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار مرستیال مولوي محمد زاهد؛ اعتراف کوي چې دغه ډله په افغانستان کې د بیکارۍ سبب شوې ده.

د طالبانو تر ولکې لاندې د هېواد د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لړم ۱۲ مه) اعلان وکړ چې په ننګرهار کې ۱۳۵ تنه ځوانان له تخنیکي او مسلکي څانګو فارغ شول.

دغه زده کوونکي وويل، چې د ننګرهار ولايت ١٣٥ ځوانان يې د ګلدوزۍ، ګلدانۍ، لمريزې برېښنا، کورتۍ او واسکټ ګنډلو، د موبايل ترميم او خياطۍ په برخو کې روزلي او له فراغت وروسته يې د مسلکي کارګرانو په توګه د کار بازار ته مخه کړې ده.

هغه ومنله چې موږ منو چې په تېرو درېيو کلونو کې په هېواد کې بېکاري ډېره شوې ده، خو د طالبانو امارت يې پر وړاندې مبارزه کړې او د تشبث له لارې يې کورنيو توليداتو او صادراتو ته په لومړيتوب ورکولو سره دغه اندېښنې او ستونزې تر ډېره بريده لرې کړې دي.

زاهد وايي، دا هڅې روانې دي او د دې پروسې د چټکتیا په موخه به نور ګامونه هم پورته شي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي