د مزار شریف ښاروالۍ وايي، دغه ښار کې یې له خپلې بودیجې د ۲۰۰ میلیونه افغانیو په لګښت شل پراختیایي پروژې پیل کړې دي.
د مزار شریف ښاروالۍ مسوولین ډاډ ورکوي، چې د روان لمریز کال تر پایه به دغه پروژې بشپړې شي.
د مزار شریف ښاروالۍ د سکټوري خدمتونو رییس، محمد جاوید مایار وایي، نږدې شل پروژې چې ما ورته اشاره وکړه، ارزښت یې څه د پاسه ۲۰۰ میلیونه افغانۍ دی او څه د پاسه ۶۰۰ کسان دغو پروژو کې په کار بوخت دي.
دغو پروژو کې کارګر، فدا محمد وايي، شاوخوا دوه اونۍ کېږي، چې دلته په کار بوخت دی او خوښ یم.
ورته مهال د بلخ اوسېدونکي، د دغو پروژو پلي کېدل د ښار د ښکلي کېدو په برخه کې مهمې یادوي؛ خو له مسوولینو غواړي چې دغه راز نورې پروژې هم ترسره کړي.
جمهورخبري آژآنس