پاکستان: د خبرو اترو له لارې له افغانستان سره د ستونزو حل غواړو

12 عقرب 1403 ساعت 8:28

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي اسلام‌اباد تل هڅه کړې چې، له افغانستان سره ستونزې او ننګونې د خبرو اترو له لارې حل کړي.


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي اسلام‌اباد تل هڅه کړې چې، له افغانستان سره ستونزې او ننګونې د خبرو اترو له لارې حل کړي.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې، دغه هېواد له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو خبرې کړي او له دې وروسته به هم دغه تعاملات دوام ولري.
 
د وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ ویلي، پاکستان تل د هغو مسایلو د حل لپاره چې، د هېوادونو تر منځ په ځانګړې توګه د افغانستان له وروڼو خلکو سره شته، خبرې او مشورې غوره کړې دي.

هغې زیاته کړه«موږ له افغانستان سره د دوه اړخیزو همکاریو د نورو اړخونو په تړاو هم خبرې کړې دي او له افغانستان سره به دا خبرې دوام ولري.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې د دغه وزارت د ویاندې له خولې راغلي، پاکستان یو ځل بیا له افغانستانه غواړي چې، د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې د پام‌وړ ګامونه پورته کړي.

ممتاز زهرا بلوچ څرګنده کړې، موږ پر دې باور یو، د افغانستان چارواکي اصلي مسوولیت لري چې، په افغانستان کې د مېشتو ترهګریزو ډلو په ځانګړې توګه د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي‌ټي‌پي) پر وړاندې اقدام وکړي.

طالبانو په دې تړاو تازه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په وار وار په هېواد کې د ټي‌ټي‌پي حضور رد کړی او په دې تړاو شوې ادعاوې یې بې‌ځایه بللې دي.

جمهورخبري آژآنس
 


د مطلب کود: 177170

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177170/

جمهور
  https://www.jomhornews.com