لاوروف: ډېر ژر به له ایران سره د دفاعي همکاریو هوکړې لاسلیک کړو

12 عقرب 1403 ساعت 8:20

د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، روسیه او ایران به ډېر ژر د دفاعي همکاریو هوکړې لاسلیک کړي.


د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، روسیه او ایران به ډېر ژر د دفاعي همکاریو هوکړې لاسلیک کړي.

رویټرز راپور ورکړی چې سرګي لاوروف تېره ورځ دغه راز ویلي، دواړه هېوادونه به نږدې دفاعي همکارۍ ولري.

د روسیې دفاع وزیر د مسکو او تهران ترمنځ د روان زېږیز کال په لومړیو کې د سټراټیژیکو همکاریو هوکړې هم ستایلې دي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تر دې وړاندې ویلي و چې تهران د لویدیځ د بندیزونو پر وړاندې له مسکو سره نږدې اړیکو ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس
 


د مطلب کود: 177168

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/177168/

جمهور
  https://www.jomhornews.com