د روسیې بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف وایي، روسیه او ایران به ډېر ژر د دفاعي همکاریو هوکړې لاسلیک کړي.
رویټرز راپور ورکړی چې سرګي لاوروف تېره ورځ دغه راز ویلي، دواړه هېوادونه به نږدې دفاعي همکارۍ ولري.
د روسیې دفاع وزیر د مسکو او تهران ترمنځ د روان زېږیز کال په لومړیو کې د سټراټیژیکو همکاریو هوکړې هم ستایلې دي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تر دې وړاندې ویلي و چې تهران د لویدیځ د بندیزونو پر وړاندې له مسکو سره نږدې اړیکو ته ژمن دی.
جمهورخبري آژانس